د نړۍوال جام په دوام؛ نن له غرمې وروسته افغانستان له اسټرالیا سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۶

د ۲۰۲۳ نړۍوال جام ۳۹مه لوبه نن له غرمې وروسته د ممبیي په وانکېډي کرېکټ لوبغالي کې د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ ترسره کېږي.
د کرېکټ د یو ورځنیو سیالیو په نړۍوال جام کې دا د افغانستان اتمه لوبه ده.

د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهيدي تېره ورځ د رسنیو سره په خبرو کې وویل:«که څه هم موږ په تېرو نړۍوالو جامونو کې د لوبېدو څخه ښې خاطرې نه لرو؛ خو سږ کال موږ د تاریخ جوړولو لپاره لوبېږو. سږ کال موږ راغلي یو، چې په نړۍوال جام کې لوبې وګټو.»
د افغانستان او اسټرالیا لوبډلې تر دې مهاله درې یو ورځنۍ لوبې تر سره کړې او درې واړه اسټرالیا ګټلې دي.
ښاغلی شهيدي وايي: «موږ لوبغالي ته د لوبې د ګټلو په نیت ښکته کېږو او موږ دا ثابته کړې هم ده انګستان، پاکستان، هالنډ او سریلانکا ته مو ماتې ورکړې. موږ له اسټرالیا سره هم د سیالۍ ډګر ته په دې نیت ښکته کېږو، چې موږ به لوبه ګټو.»
خو د کرېکټ مبصرین وايي، په نننۍ لوبه کې به د افغانستان پیاوړي ورو توپ اچوونکي وکولای شي چې د اسټرالیا لوبډلې ته ستونزه جوړه کړي، ځکه د اسټرالیا لوبډله له ډېر وخت راهیسې د افغانستان له لوبډلې سره نه ده لوبېدلې.
تېره ورځ د ممبیي په وانکېډي لوبغالي کې د کرېکټ نړۍ نابغه او د هند د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي سچن ټنډولکر د افغان لوبډلې سره لیدلي.
افغان لوبغاړی راشدخان له سچن ټنډولکر سره د لیدنې په اړه وايي:« دا زموږ د هر یوه لپاره ځانګړې شیبې وې. وانکېډي لوبغالي ته د سچن راتګ موږ ته ښه احساس راکړ او موږ مثبته انرژي واخیسته. د ډېرو لوبغاړو لپاره دا یو خوب و، چې د سچن ټنډولکر سره وویني.»

نور خبرونه

رادیو