د کرېکټ نړیوال جام ۳۹ سیالۍ د اسټرالیا په مقابل کې د افغان لوبډلې په توپ وهلو پیل شوه.
افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ په دې لوبه کې پنځوسیزه وکړه.
د افغان کرېکټ بورډ د مالوماتو له مخې، دا په روان نړیوال جام کې د ابراهیم ځدراڼ شپږمه پنځوسیزه ده.
تراوسه د افغان لوبډلې یو لوبغاړی رحمان الله ګربز سوځېدلی دی.
افغان لوبډلې تر ۲۵ اور پورې ۱۲۱ منډې کړې دي.
دواړو لوبډلو تراوسه ۷ـ۷ لوبې کړې، چې پکې اسټرالیا پنځه او افغانستان څلور ګټلې دي.
د جدول له مخې افغانستان څلور او اسټرالیا دریم ځای لري.