اسټرالیا په کرېکټ نړیوال جام کې انګلنډ ته ۲۸۷ منډې هدف وټاکه

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۳

د کرېکټ نړیوال جام ۳۶ سیالۍ کې نن اسټرالیا د انګلنډ ملي لوبډلې ته د ګټلو لپاره ۲۸۷ منډې هدف وټاکه.

د انګلنډ لوبډلې کپتان جوس بټلر د پچې ګټلو سره توپ اچولو ته مخه کړه.

د اسټرالیا لوبډلې په ۴۹.۳ اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۲۸۷ منډې جوړې کړې.

د اسټرالیایي لوبغاړي مارنس لبوشین د ۷۱، کیمرون ګرین ۴۷، مارکس ۳۵ او ایډم زیمپا ۲۹ منډو کې وسوځیدل.

د انګلنډ د لوبډلې څخه کرس ووکس ۴ ویکټې، عادل رشید او مارک دوه دوه ویکټې او لیونګستن او ډیوډ یوه یوه ویکته واخیسته.

دا لوبه کوربه هند د احمد اباد ښار په نریندرامودي لوبغالي کې روانه ده.

اسټرالیا په اوسني نړیوال جام کې ۵ سیالۍ کړې، چې څلور یې ګټلې او یوه یې بایللې ده.

انګلنډ هم پنځه سیالۍ کړې خو یوازې یوه یې ګټلې او ۴ یې بایللې دي.

نور خبرونه

رادیو