انګلنډ له اسټرالیا په ۳۳ منډو ماته خوړلو د نیمه پایلوبې چانس له لاسه ورکړ

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۳

د کرېکټ نړیوال جام ۳۶ سیالۍ کې نن اسټرالیا مدافع لوبډلې انګلڼد ته په ۳۳ منډو ماته ورکړه. له دې سره دفاعي اتلې لوبډلې انګلنډ نیمه پایلوبې ته د تللو چانس یې له لاسه ورکړ.

د اسټرالیا لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ۴۹.۳ اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۲۸۷ منډې جوړې کړې.

د انګلنډ لوبډلې کپتان جوس بټلر د کوربه هند د احمد اباد ښار په نریندرامودي لوبغالي کې د پچې ګټلو سره توپ اچولو ته مخه کړه.

انګلنډ د ۲۸۷ هدف د تعقیب لپاره په ۴۸.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۳ منډې جوړې کړې.

د اسټرالیایي لوبغاړي مارنس لبوشین د ۷۱، کیمرون ګرین ۴۷، مارکس ۳۵ او ایډم زیمپا ۲۹ منډو کې وسوځیدل.

ادم زمپا د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د انګلنډ لوبډله کې کرس ووکس ۴ ویکټې، عادل رشید او مارک دوه دوه ویکټې او لیونګستن او ډیوډ یوه یوه ویکته واخیسته.

د انګلنډ لوبډلې څخه بین ستوکس ۶۴، ډیویډ ملان ۵۰، معین علي ۴۲، کرس ووکس ۳۲ او ډیویډ ولي ۱۴ منډې وکړې.

د اسټرالیا له خوا ادم زامپا ۳ ویکټې، سټارک، هیزول ووډ او کیومنزني دوه دوه ویکټې واخیستې.

اسټرالیا د نننۍ لوبې سره په روان نړیوال جام کې ۶ لوبې وکړې چې یوازې یوه یې بایللې ده.

انګلنډ هم ۶ سیالۍ کړې خو یوازې یوه یې ګټلې او ۵ یې بایللې دي.

نور خبرونه

رادیو