کرېکټ نړیوال جام کې پاکستان نوي زيلنډ ته په ۲۱ منډو ماته ور کړه

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۳

په کرېکټ نړیوال جام کې د باران له امله لوبه د پاکستان ملي لوبډلې په ګټه تمامه شوه نوي زيلنډ ته یې د ډي اېل اېس میتود له مخې په ۲۱ منډو ماته ور کړه.

د نوي زیلنډ لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ټاکل شوو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ۴۰۱ منډې جوړې کړې.

پاکستان د هدف د ترلاسه کولو په هڅه کې په ۲۵.۳ اورونو کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره ۲۰۰ منډې جوړې کړې او لوبه د باران له امله ختمه شوه.

د نوي زیلنډ لوبغاړو کې ریچن راویندرا ۱۰۸ او کین ویلیام سن ۹۵ منډو سره تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

د پاکستان لوبغاړو کې محمد وسیم ۳ ویکټې، حسن علي، افتخار احمد او حارث روف یوه یوه ویکټه واخیسته.

افتخار زمان د لوبې غوره لوبغاړی شو.

په روان نړیوال جام کې نوي زیلنډ ۵ لوبې کړي، خو یوازې یوه یې ګټلې ده.

پاکستان هم په روان نړیوال جام کې ۵ لوبې کړي، چې درې یې بایللې او ستره ماته یې هم د افغانستان ملي لوبډلې پر وړاندې وه.

نور خبرونه

رادیو