د کرېکټ نړیوال جام په ۳۴ سیالۍ کې نن هالنډ د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ته ۱۸۰منډې هدف وټاکه.
هالنډ د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه، خو لومړنی لوبغاړی یې په یوه منډه د مجیب له خوا وسوځېد.
وروسته یې لوبغاړي یو څه تم شول، خو بیا یې پرلپسې ویکټې له لاسه ور کړې او په ۴۷ اور کې یې د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره ۱۷۹ منډې جوړې کړې.
دا لوبه د کوربه هند په لکنو ښار کې روانه ده او افغان لوبډبه د سې شنبې په ورځ دغه ښار ته رسېدلې ده.
افغانستان دا مهال په نړیوال جام کې شپږ لوبې کړې، چې پکې درې بریاوې او درې ماتې لري.
افغانستان د پرله پسې دریو تاریخي بریاوو او انګلنډ، پاکستان او سریلانکا ته په ماتې ور کولو د شپږو نومرو په اخیستلو د نوملړ پنځم ځای خپل کړی او نیمه پایلوبې ته د لارموندنې هیله یې شته.