د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ورو توب اچوونکي مجیب الرحمان په نړيوالو یو ورځینیو سیالیو کې ۱۰۰ ويکټې واخیستې.
نوموړي نن د هالنډ په خلاف په خپل لومړي اور کې د دغه هیواد لومړنی لوبغاړی له ډګره بهر کړ، چې دې سره افغانستان لومړنۍ ویکټه ترلاسه کړه او د مجیب ۱۰۰ ویکټې پوره شوې.
د افغانستان کرېکټ بورډ نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې مجیب الرحمان ۷۱ مه پاڼۍ کې د توب اچونې د غوره ۲۷ منډو اوسط سره څلورم افغان لوبغاړی شو چې دغه کارنامه یې په خپل نوم ثبت کړه.
د معلوماتو له مخې ۲۲ کلن افغان لوبغاړي مجیب الرحمان ۷۲ یو ورځنۍ لوبې کړې دي چې په دغو لوبو کې تر نن سره سل ویکټې اخیستي دي.
محیب هغه افغان لوبغاړی دی چې د هندوستان او سترالیا په کډون د ګڼو هیوادونو سوداګریزو لوبو کې هم لوبیدلی دی.