یمن کې د ایران ملاتړي حوثیان وړمه ورځ په راکټي او ډرون بریدونو سره د حماس او اسراییل جګړه کې ښکېل شول.
دا برید هم د ایران له خوا د اسراییل ضد د نویو جنګي ډګرونو د پرانیستل کېدو په هکله په خبرداری پسې د دغه هېواد نیابتي ډلو وکړ.
خو د یمن پر پلازمېنه صنعا واکمن حوثیان څوک دي؟
رویټرز خبري اژانس یوه مطلب کې لیکلي، چې حوثي ډله د ۱۹۹۰ کلونو وروستیو کې د یمن شمال کې د شیعه اسلام د زیدي څانګې غورځنګ جوړ کړ.
زیدیان یو وخت د یمن پر شمال واکمن و؛ خو د وخت په تېرېدو سره دا سیمه بې وزله او څنډې ته شوه.
حوثیانو په ۱۹۹۰ کلونو کې د یمن له مرکزي حکومت سره چریکي جګړه پیل کړه او ان یو وخت یې له سعودي سره سرحدي نښتې درلودې.
یمن د سعودي ګاونډی دی، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې ور ته سرخوږی شوی او ان په جګړه کې یې ښکېل شوی دی.
د یمن جګړه
یمن کې د ۲۰۱۴ کال وروستیو کې د مرکزي حکومت پرځېدو او پر صنعا د حوثیانو واکمنېدو پسې کورنۍ جګړه پیل شوه.
سعودي خپلو پولو کې د ایران د نفوذ د خپرېدو له وېرې اندېښمن شو او په مقابل کې یې د عرب ټلوالې په جوړولو سره د ۲۰۱۵ کال په مارچ کې د مرکزي حکومت په ملاتړ په یمن کې مداخله وکړه.
خو حوثیانو د صنعا په ګډون د شمال ډېرې برخې او نور ګڼ مېشتې سیمې ولکه کې لري. مرکزي حکومت چې نړۍوال رسمیت هم لري، پر عدن واکمن دی.
د ملکرو ملتونو په منځګړتوب تېر یوه کال کې یمن ارام دی او له تهران سره د اړیکو په ښه کېدو پسې ریاض له حوثیانو سره خبرې پیل کړې او غواړي خپل ځواکونه له دغه هېواد وباسي.
پر اسراییل د حوثیانو بریدونه:
د حوثیانو ویاند یحیا سریغ وړمه ورځ په تلویزوني وینا کې وویل، چې «د فلسطینیانو په بریالیتوب کې د مرستې لپاره» دې ډلې په ډېرو راکټونو او لرواټنه ډرون سره پر اسراییل برید کړی دی.
هغه دا هم وویل، چې د اکټوبر پر اوومه د اسراییل او حماس د جګړې پیلېدو سره دوی درې ځلې پر اسراییل برید کړی دی.
ښايي دا ډله د اکټوبر پر ۲۸مه مصر کې د ډرون چاودنه او د اکتوبر پر ۱۹مه د امریکا سمندري ځواکونو له خوا په شنډو شویو کروز توغندیو توغولو کې لاس لري.
حوثیان څه غواړي؟
حوثیان چې د ایران ملاتړې مقاومتي ډله ده، د اسراییل په مقابل کې د حماس د جګړې ملاتړ کوي.
د حوثیانو ویاند اسراییل د مځني ختیځ د بې ټیکاوۍ لامل بوي او وايي؛ د دغه هېواد «پرلپسې جنایت» سره د کړکېچ دایره پراخه شوې ده.
سریع زیاتوي، چې «د اسراییل تېری» ختم شوی نه وي، تر هغو به حوثیان بریدونه کوي.
د حوثیانو شعار هم «مرګ پر امریکا، مرګ پر اسراییل، لعنت پر یهودانو، بریالی دې وي اسلام.» دی.
حوثیانو د یمن جګړه کې راکټي او ډرون بریدونو سره خپله وړتیا وښوده. هغوی د سعودي او عربي اماراتو پر تېلي او نورو بنسټونو بریدونه وکړل.
سعودي او ملګري یې ایران تورنوي چې حوثیان یې وسلوال کړي او روزي یې؛ خو حوثیان دا تورونه ردوي چې د ایران نیابتي ډله ده او ادعا کوي چې پخپله یې خپله پوځي وړتیا پراخه کړې ده.