په کرېکټ نړیوال جام کې سوېلي افریقا د شپږیزو ریکارډ جوړ کړ

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۰

د کرېکټ نړیوال جام په ۳۲ سیالۍ کې نن د سوېلي افریقا ملي لوبډلې له نوي زیلنډ سره په لوبه کې ۱۵ شپږیزې وکړې.

نننۍ لوبې سره سوېلي افریقا د روان کرېکټ جام په ۷ سیالو کې ۸۲ شپږیزې وکړې او نوی ریکارډ یې جوړ کړ.

تر دې مخکې انګلنډ د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې د ۷۶ شپږیزو وهلو سره دا ریکارد خپل کړی و.

د سوېلي افریقا او نوي زیلنډ نننۍ لوبه د کوربه هند په پونه ښار کې روانه ده.

نوي زیلنډ د پچې ګټلو سره سوېلي افریقا ته د توپ وهلو بلنه ور کړه.

سویلي افریقا د پنځوسو اورونو په لوبولو او څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره نوي زیلنډ ته د ۳۵۸ منډو هدف وټاکه.

د سوېلي افریقا په لوبغاړو کې ویڼدر ډوسین د ۱۳۳ او ډي کاک د ۱۱۴ منډو جوړولو سره په نننۍ لوبه کې سلیزې وکړې او تر نورو ښه وځلېدل.

نور خبرونه

رادیو