د طالبانو د بدني روزنې او سپورټ ادارې په هڅو د پکتیا له بېلابېلو ولسوالیو څخه د نیزه بازۍ د لوبغاړو تر منځ يوه ورځنۍ سیالي ترسره شوه.
سرچینې وایي دا لومړی ځل دی چې د نیزه بازۍ په برخه کې په ولايتي کچه د غواروي سیالۍ کيږی.
د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې د طالبانو پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست تر چتر لاندې د نیزه بازۍ فدراسیون له لوري د ۶۰ لوبغاړو تر منځ په لومړي ځل د ۱۴۰۲ کال له پاره په ولايتي کچه د غوراوي سېالۍ ترسره شوې.
سرچینې زیاتوي چې د افغانستان په کچه د نیزه بازۍ د ملي لوبډلې د جوړېدو په موخه په هغو ولايتونو کې د نیزه بازانو تر منځ سیالۍ کیږي چې هلته تر دې مخکې په ولسي کچه د نیزه بازۍ لوبې کېدلې.
ويل کیږي دا لومړی ځل دی چې د هيواد په کچه د نیزه بازۍ ملي لوبډلې د جوړېدو هڅې پیل شوې.
په پکتیا کې د نیزه بازۍ په دغه سیالۍ کې چې یوه ورځ يې دوام درلود، ۱۶ تنه نیزه بازان د ۱۴۰۲ لمریز کال د ولايتي لوبډلې لپاره غوره شول چې د هیواد په کچه به د نیزه بازۍ په ملي سیالیو کې د پکتیا استازيتوب کوي.
نیزه بازي هم د بزکشۍ په ډول یوه لرغونې لوبه ده چې د افغانستان په ځينو ولايتونو کې له ډیر پخوا راهیسې دود ده،
نیزه بازان وايي د دغې لوبې له پاره ځانګړی آس چې د لوبې پر ډګر د یرغه ځغاستې وړتیا لري روزل کیږي.
د نیزه بازۍ د لوبې ډګر په عادي هواره ځمکه چې اوږدوالی يې د شاوخوا یو کیلو متر په اندازه وي، د ډګر په منځ کې اېښودل شوې نښه په رنګینو ټوګرو نښه شوې او د نښې د ښې څرګندیدا په موخه يې مخې ته آینه اېښول وي چې په آس سپور کس يې له ورایه ووينې او په نیزې سره یې له ځمکې وباسي.
نيزه د اوسپنې څخه هغې جوړې شوې ښاخۍ ته وايي چې درې څوکې لري او درې متره د نري لرګي لاستی لري چې په آس سپور نیزه باز د همدې نیزې په مټ د آس ځغاستو پر مهال اېښودل شوی نښه (مېږوی) له ځمکې پې را وباسي.
هر هغه څوک چې د نیزه بازۍ له پاره يې آس په سم ډول روزلی وي او خپله هم د دې وړتیا لري چې پر آس سپور د ځغاستې پر مهال په نیزه باندې په ځمکې کې خښ شوی (مېږوی) له ځمکې وباسي او په نيزه کې یې له ځان سره یوسي هغه د لوبې بریالی کس دی.