افغان کرېکټ ملي لوبډلې په روان پنځوس اوریز نړۍوال جام کې، د دغه جام درېیو ګټونکو هېوادونو ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په نړۍوال جام کې د سرېلانکا لوبدلې ته په ماتې ورکولو سره د نړۍوال جام درې ګټونکې لوبډلې ماتې کړې.
له سرېلانکا څخه د لوبې په ګتلو سره افغان لوبډله د نړۍوال جام د شمېرو په نوملړ کې د شپږ امتیازونو په لرلو سره پنځم مقام ته پورته شوه.
د نمرو په جدول کې افغان لوبډلې انګلېنډ، پاکستان، سرېلانکا، بنګلهدېش او نیدرلېنډ څخه مخکې ده، په داسې حال کې چې افغان لوبډله د خپل تاریخ په نړۍوال جام کې تر دې مقامه نه وه رسېدلې.
د کرېکټ مبصرین او د کرېکټ د نړۍ مشهوره ستوري د افغان ملي لوبډلې د دغو لاس ته راوړنو ستاینه کوي.
د هند د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د کرېکټ مبصر عرفان پټان له سرېلانکا څخه د لوبې ګټلو وروسته، د افغان لوبډلې په اړه پر خپل اېکس پاڼه لیکلي:« ډېر، ډېر مو مبارک شه. تاسو د نړۍوال جام ګټونکي درېیم هېواد سرېلانکا ته هم ماتې ورکړه.»
همدارنګه د هند د کرېکټ لوبډلې بل پخواني لوبغاړي سورېش راینا پر خپل اېکس پاڼه لیکلي:« د افغانستان لوبډله په دغه نړۍوال جام کې له ډار پرته زړه وره لوبه کوي. د دغې لوبډلې او د دوی له یوالي سره مینه لرم.»
بل خوا د افغانستان ملي لوبډلې د پاکستاني مبصرینو هغه وړاندویني غلطې ثابتې کړې، کوم چې د لوبې له پیل وړاندې دغه مبصرین له سرېلانکا څخه د ماتې پر خوړو یې شرطونه لګولې وو.
د پاکستان د کرېکټ پخوانی لوبډلمشر مصباح الحق د افغان لوبډلې جوړښت، په روان نړۍوال جام کې پرله پسې بریاوې او زړه ورتیا ستایي نوموړی وايي، «افغان لوبډلې ځان پیاوړی ثابت کړی. په کار ده، چې په روان نړۍوال جام کې هره لوبډله ورڅخه وېره ولري.»
له دغه درېیو بریو وروسته نیمه پایلوبې ته د افغان لوبډلې د ورتګ چانس شته، افغانستان له نیوزیلنډ او استرالیا څخه یوازې دوه نومرې کمې لري.
که چیرې افغانستان خپلې پاتې درې لوبې وګټي او ۱۲ نومرې تر لاسه کړي؛ خو د اسټرالیا او سویلي افریقا په وړاندې دا د افغان لوبډلې لپاره ستونزمنه ده.
خو که افغانستان له پاتې درېیو لوبو یوه هم وبایلي او که بیا اسټرالیا یا نیوزېلند دوه لوبې بایلي بیا هم نیمه پایلوبې ته د افغان لوبډلې د ورتګ چانس شته.
د افغانستان بله لوبه راتلونکې جمعه د نیدرلېنډ سره ده.