د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وايي، له سریلانکا سره د لوبې له پاره یې بشپړ چمتوالی نیولی.
د افغانستان او سریلانکا تر منځ سیالۍ نن دوشنبه د (لړم ۹مه) د هند په پونې ایالت کې د کابل پر وخت د ماسپښین په یوه بجه تر سره کیږي .
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر تېره ورځ د یوې خبرې ناستې پر مهال له سریلانکا سره د سیالۍ په اړه وویل: «موږ د سیالۍ لپاره پوره چمتوالی نیولی دی. له سریلانکا سره سیالي به ډيره په زړه پورې وي ځکه موږ دواړو هیوادونو په دې ورستیو کې تر خپل منځ څو لوبې کړې دي.»
افغانستان او سریلانکا تردې مهاله یو د بل پر وړاندې ۱۱ یو ورځنۍ سیالۍ تر سره کړې دي.
په دغو ۱۱ سیالیو کې اوه سریلانکا ګټلې، درې افغانستان ګټلي او یوه سیالي هم بې پایلې اعلان شوې.
په نړیوال جام کۍ نننۍ سیالي د افغانستان او سریلانکا لپاره خورا مهمه ده ځکه دواړو لوبډلو دوه دوه لوبې ګټلې او درې درې لوبې یې بایللې دي او د نمرو په جدول کې څلور څلور پواینټونه لري.
د کرېکټ مبصرین وايي، د هند پونې ایالت پیچونه د منډو جوړولو لپاره مناسب دي او د ورو توپ اچوونکو لپاره به هم ګټور وي.
د مصبرینو په خبره په نن سیالۍ کې به د پچې ګټل هم خورا مهم وي او که هره لوبډله لومړی توپ وهنه وټاکي د لوبې د ګټلو چانس به یې ډیر وي.