د کرېکټ نړیوال جام په ۲۹ سیالۍ کې د هند او انګلنډ کرېکټ ملي لوبډلې نن د لکنو ښار په بریسبیو لوبغالي کې سره لوبېږي.
هند د پچې ګټلو سره ټوپ وهل غوره کړل او د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره یې په ۵۰ اورونو کې ۲۲۹ منډې وکړې.
په نننۍ لوبه کې کپتان روهیت شرما د ۸۷ منډو کولو سره تر نورو ښه وځلېد.
هند په روان کرېکټ جام کې تراوسه پنځه لوبې ګټلې او د ټولو په ګټلو سره یې لسو نومرو سره د فهرست سر کې ځای لري.
انګلنډ پنځو لوبو کې د څلورو ماتو له امله د دې نوملړ په اخر کې دی.