د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې نن څلور لوبې کېږي

AP ۱۴۰۲ لړم ۶

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې نن اسټرالیا له نوي زیلنډ او هالنډ له بنګله دېش سره لوبه لري

اسټرالیا د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه او د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره یې په ۴۹.۲ اور کې ۳۹۸ منډې وکړې.

د کرېکټ نړیوال جام دا ۲۷ لوبه د کوربه هند په درمشالاه کې روانه ده.

د هند د بل ښار کلکتې په ایډن ګارډنز کې د بنګله دېش او هالنډ لوبه روانه ده.

د کرېکټ نړیوال جام دغه ۲۸ لوبه کې هالنډ د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه.

تر دې مخکې دواړو پنځه پنځه لوبې کړې، خو یوه یوه یې ګټلې ده.

نور خبرونه

رادیو