اسټرالیايي توپ وهونکي میکسویل د نړیوال جام په تاریخ کې تر ټولو چټکه سلیزه ووهله

AP ۱۴۰۲ لړم ۳

په کرېکټ نړیوال جام کې نن د اسټرالیا لوبغاړي میکسویل د هالنډ په مقابل کې په ۴۰ توپونو سره د ۸ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مټ د کرېکټ نړیوال جام په تاریخ کې تر ټولو چټکه سلیزه وکړه.

دا سیالي د ډیلي په ارون جیټلي لوبغالي کې روانه ده او اسټرالیا سیالې لوبډلې ته ۴۰۰ منډې هدف ټاکلی دی.

د اسټرالیا کپتان پیټ کمنز د هالنډ پر وړاندې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

کینګروز د هالنډ توپ وهونکو ته سخته ماته ورکړه، لومړی ډیویډ وارنر سلیزه ووهله، ورپسې ګلین میکسویل ډګر ته راغی او د څلوریزو او شپږیزو باران یې وکړ.

ده د هالڼد پر وړاندې په ۴۴ توپونو ۱۰۶ منډې وکړې چې ۹ څلوریزې او ۸ شپږیزې هم پکې شاملې دي. نوموړي په نننۍ لوبې سره په نړیوال جام کې د تر ټولو چټکې سلیزې ریکارډ هم جوړ کړ.

تر دې مخکې دا ریکارډ د سویلي افریقا ایډن مارکرم په خپل نوم کړی و، چې په روان نړیوال جام کې یې د سریلانکا پر وړاندې په ۴۹ توپونو سره سلیزه ووهله.

اسټرالیا هالنډ ته په ۸ ویکټو سره ۳۹۹ منډې جوړې کړې او سیاله لوبډله د بري لپاره ۴۰۰ منډو ته اړتیا لري.

تر دې مخکې په روان نړیوال جام کې سوېلي افریقا د انګلنډ ملي لوبډلې ته ۴۰۰ منډې هدف ټاکلی و، خو انګلنډ په لوی توپیر دا لوبه وبایلله.

د کرېکټ نړیوال جام د اکټوبر پر پنځمه په هند کې پیل شوی او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په دې جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نيوزیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لري.

نور خبرونه

رادیو