خوست کې یو شمېر ځوانانو د کرېکټ بري په وياړ زر ټوکه بېلابېل کتابونه پر خلکو ویشلي

AP ۱۴۰۲ لړم ۳

په خوست کې لسګونه هغو ځوانانو چې په علمي او فرهنګي ډګر کې په هڅو بوخت دي، د وړمې ورځې کرېکټ بری يې په ښار کې د کتابونو په وېشلو نماځلی.
دغو ځوانانو د بېلابېلو برخو زر ټوکه کتابونه د خوست ښار په یوه څلورلارې کې پر نورو ځوانانو ویشلي او دوی يې د کتاب لوست ته رابللي دي.

د کرېکټ په نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان کرېکټ لوبډلې وړمه ورځ په هند کې د پاکستان کرېکټ سیالې لوبډلې ته په اتو وېکټو تاریخي ماتې ورکړه چې نړيوال يې ګوته په غاښ کړل او لا هم پرې تبصرې کیږي.
د خوست ځېنو ځوانانو له نورو هغو په توپیر دغه بری د کتابونو په وېشلو نماځلی او وايي موخه يې ترې په دغه ولایت کې د کتاب لوست عامول دي.
د دغو ځوانانو له ډلې یو تن حسیب الله روښان وايي، چې غواړي په داسې هڅو سره په ټولنه کې د مطالعې دود پیاوړی کړي او په مناسبتي ورځو کې د ناوړو دودونو مخنيوی وکړي.
هغه وايي: «د داسې خوښیو او بریو پر مهال هر څوک خوښ وي او غواړي خپل احساسات څرګند کړي خو د ټوپک ډزو او بېځایه مزاحمت په ځای دې يې داسې ونماځي چې نورو ته يې ګټه ورسیږي.»
دغه ځوانان وايي ډیر مهال افغان ځوانان د بدو کلتورونو او رواجونو تر اغېز لاندې راځي او خپل اصلي رسالت چې په ټولنه کې یې لري هغه له یاده باسي.
لیکوال او شاعر عبدالله څار وايي، خوستي ځوانان تل هڅه کوي چې په ټولييز ډول فکر وپالي او ځوانان په ټولنه کې له بدو کلتورونو را وګرځوي.
ښاغلی څار وايي:«هدف مو دادی چې دکتاب لوست عام کړو، کتاب تر چا ورسوو، او هغه ځوانان چې دوی په ټولنه کې خپل مسیر ورک کړی بېرته يې خپل رسالت او مسوليت ته را ورګرځو، د کتاب لوست هر انسان ته داسې اړتیا ده لکه اوبو او خوړو ته چې اړتیا وي.»
د یادولو ده چې د وړمې ورځې د کرېکټ بري د نماځلو په خوښۍ کې د افغانستان په ځېنو ولایتونو کې د هوايي ډزو په پایله کې ځینې کسان ټپیان شوي هم دي.

نور خبرونه

رادیو