په ۲۰۲۳ کرېکټ نړیوال جام کې د پاکستان له ماتې وروسته د افغانانو خوښي او رسنیو غبرګون

AP ۱۴۰۲ لړم ۲

د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ په نړیوال جام کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له بري وروسته، په افغانستان او نورو هېوادونو کې مېشتو افغانانو دغه بری ونمانځه.

د افغانستان په ښارونو کې خلک واټونو ته راووتل او دا خوشحالي یې په ګډه ونمانځله.

افغانانو په کور دننه او بهر د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د بري له امله خوښي څرګنده کړه او یو بل ته یې د دې بري مبارکي وویله.

په خواله رسنیو کې هم غبرګونونه له خوښیو ډک دي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو هم دغه بری د کرېکټ لوبو په ډګر کې په کور دننه او بهر ونمانځله.

خبریالانو، لوبغاړو، هنرمندانو، سیاستوالو او ټول ولس د افغانستان دغه بری یو تاریخي او ځلانده بری وګاڼه او مبارکي یې ورکړه.

د پاکستان پر وړاندې د افغانستان بری د سیمې او نړۍ په رسنیو کې هم انعکاس درلود.

هندوستان ټایمز د دې بری په اړه لیکلي چې افغانستان پاکستان ته په ماتې ورکولو سره دغه لوبډله له نړیوال جام څخه د وتلو برابر کړه.

دغې ورځپاڼې همداراز د افغانستان لوبډله د (((غول کُش))) په نوم یاده کړې، چې له انګلستان وروسته یې په نړیوال جام کې پاکستان ته ماتې ورکړې ده.

د پاکستان "ډان" ورځپاڼې د افغانستان په وړاندې د اتو ویکټو په توپیر سره د پاکستان ماتې د کرېکټ نړیوال جام ته یوه حیرانتیا بللې او لیکلي یې دي چې د افغانستان خلکو دغه بری په کابل کې په ډزو، خوښیو او په اورلوبو سره نمانځلی دی.

دغې ورځپاڼې زیاته کړې، چې افغانستان د پاکستان په وړاندې دغه بری په داسې حال کې ترلاسه کړی چې، د دواړو هېوادونو سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې ترینګلې دي.

انټرنېشنل نیوز د پاکستان د لوبډلې د ستوري بابر اعظم له قوله ویلي چې د دې لوبډلې د ماتې لامل د پاکستاني لوبغاړو کمزوری فیلډینګ او توپ وهنه وه، داسې ماتې چې د ۲۰۲۳ کرېکټ نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د پاکستان د احتمالي نه پرمختګ په اړه به د پام وړ اغیزه ولري.

د پاکستان ټيم لوبډلمشر بابراعظم زياته کړې ده چې په ميدان کې د پاکستان ټيم پلانونه او تاکتيکونه په بریالیتوب سره نه دي ترسره شوي.

هغه وویل، مونږ هر څه چې پلانوو هغه په بشپړه توګه په ډګر کې نه عملي کیږي.

یو شمېر نورو پاکستاني ورځپاڼو لکه "پاکستان ټوډې" هم د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د بري لامل د افغان لوبغاړو له خوا د سمو تکتیکونو اجرا کولو، د پاکستاني لوبډلې سمې پیژندنې او د فضل الحق فاروقي پر ځای د نور احمد ټاکنې ته اشاره وکړه او دا یې یو بریالی بدلون وباله.

نور خبرونه

رادیو