افغان کډوالو سره د ابراهیم ځدراڼ خواخوږي؛ پاکستانۍ رسنیو ورته غبرګون ښودلی

AP ۱۴۰۲ لړم ۲

افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هغو افغان کډوالو ته ډالۍ کړه، چې د پاکستان له‌خوا په جبري توګه افغانستان ته استول کېږي.

نوموړي پر داسې مهال دغه جایزه افغان کډوالو ته ډالۍ کړه، چې په دې وروستیو ورځو کې افغان کډوال د نیول کېدو تر څنګ په زوره افغانستان ته استول کېږي.

په نړۍوال جام کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پاکستان ته تر ماتې ورکولو وروسته، د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د افغان لوبدلې پیلیز توپ وهونکي ابراهیم ځدراڼ ته ورکړل شوه.

ابراهیم ځدراڼ د جایزې تر لاسه کولو پر مهال وویل:« زه ډېر خوښ یم، چې دغه جایزه ماته راکړل شوه. زه غواړم دغه جایزه هغو افغان کډوالو ته ډالۍ کړم، چې د پاکستان له‌خوا افغانستان ته په زوره استول کېږي.»

افغان کډوالو ته د نوموړي له لوري د غوره لوبغاړي جایزې ډالۍ کولو ته یو شمېر پاکستانیانو او پاکستانۍ رسنیو غبرګونونه ښودلي دي.

د پاکستان (اې سپورټ) ټلویزیون په راپور کې ویل کېږي، چې افغان لوبغاړو د پاکستان د مېلمه پالنې احترام ونه کړ.

دغه رسنۍ وايي:« پاکستان د څلوېښتو کلونو راهیسې د زرګونه افغان کډوالو مېلمه پالنه کوي؛ خو افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ د جایزې تر لاسه کولو پر مهال د دغې مېلمه پالنې بی احترامي وکړه. د پاکستان قربانۍ یې بابېزه وګڼلې.»

د دغې رسنۍ په راپور کې ویل شوي، چې افغان کډوال د پاکستانیانو لپاره د اوږو بار ګرځېدلی دی.

همدارنګه یو شمېر پاکستانیانو هم له افغان کډوالو سره د ابراهیم ځدراڼ د خواخوږۍ دغه عمل غندلی او وايي، افغان لوبغاړو د پاکستان څخه د لوبې ګتل او ورزش سیاسي کړ.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ پر داسې مهال د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه افغان کډوالو ته ډالۍ کوي، چې د پاکستان حکومت له‌خوا هغه افغان کډوالو ته له پاکستانه د وتلو ضرب الاجل ټاکل شوی چې په ناقانونه توګه په دغه هېواد کې اوسېږي.

د پاکستان حکومت ویلي، چې د دغو افغان کډوالو د نیولو او له پاکستانه یې د اېستلو عملیات د نومبر میاشتې په لومړۍ نېټه پیلیږي.

نور خبرونه

رادیو