د کرېکټ نړۍوال جام؛ افغانستان په لومړي ځل په نړۍوال جام کې پاکستان ته ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۲ لړم ۱

د کرېکټ د روان نړۍوال جام په ترڅ کې پاکستان د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته ۲۸۳ منډې هدف وټاکه او د پاکستان د توپوهنې په پاڼۍ کې افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه.

دا د نړۍوال پنځوس اوریز جام په تاریخ کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان لومړۍ بریا ده.

د کرېکټ د نړۍوال جام دا لوبه د هند په چينای کې نن دوشنبه پیل شوه، په دغه لوبه کې د پاکستان د ټیم کپتان بابر اعظم تر ټولو ډېرې منډې کړي دي.

د افغانستان په لوبډله کې د تیز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي پر ځای، ورو توپ اچوونکی نور احمد لوبه وکړه.

هغه په نړۍوال جام کې په خپله لومړنۍ لوبه کې په لسو اورونو کې ۴۹ منډې ورکړې او د پاکستان درې لوبغاړي یې وسوځول.

افغان لوبغاړو په ۴۹م اور ټاکل شوی هدف بشپړ کړ او لوبه یې په خپلې ګټې تمامه کړه.

همداراز د توپ اچونې په برخه کې محمد نبي یو لوبغاړی، نوین الحق دوه لوبغاړي او عظمت عمرزي یو لوبغاړی وسوځاوه.

د افغانستان د توپ وهې په پاڼۍ کې پرانیستونکو توپ وهونکو ابراهیم ځدران د ۸۷ منډو او رحمان الله ګربز د ۶۵ منډو په مټ دغه هدف پوره کړ.

په یاده لوبه کې د افغانستان توپ وهونکو رحمت شاه ۷۷ او کپتان هشمت الله شهیدي ۴۸ منډې وکړې او تر پایه و نه سوځېدل.

د افغانستان راتلونکې سیالي به د سریلنکا له لوبډلې سره د راتلونکې اونۍ د دوشنبې په ورځ ترسره کیږي.

نور خبرونه

رادیو