د کرېکټ په نړۍ کې افغانستان او پاکستان د یو بل پر وړاندې سرسخته سیالان دي.
تر دې دمه په نړیوال جام کې افغانستان د څلورو لوبو څخه درې هغه بایللې او یوه لوبه یې له انګستان څخه ګټلې ده.
د کرېکټ مبصرین وايي، که پاکستان غواړي د نړیوال جام نیمه پای لوبې ته لاره پیدا کړي نو اړ دی چې د دوشنبې په ورځ له افغانستان څخه لوبه وګټي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ یاده سیالي په (چیدمبرم) لوبغالې کې تر سره کیږي افغانستان یوه لوبه پر هغمدغه لوبغالي په ډیر لوی توپیر سره نیوزلینډ ته بایللې ده.
همدارنګه د افغانستان د توپ اچونې روزونکی حمید حسن وايي، د پاکستان سره لوبه ډیره مهمه ده او د یادې لوبې لپاره يې ښه چمتوالی نیولی دی، هغه هیله ښودلې چې د پاکستان څخه د دوشنبې ورځې لوبه وګټي.
نوموړی وايي:«زموږ لوبډله په لویو سیالیو کې لوبیږي، موږ د یادو سیالیو لپاره چمتوالی نیولی دی. ګټل او بایلل پکې شته خو موږ پوره هڅه کو چې په روان نړیوال جام کې د نورو کلنو برعکس، لوبې وګټو.»
په نړيوال جام کېټولو لسو هيوادونو خپلې لومړنۍ څلور سيالۍ ترسره کړې دي.
نيوزيلينډ او هند پکې پرته له ماتې خوړلو د جدول د سر سيالان دي، اوس د ټولو هيوادونو پنځه پنځه سيالۍ لا پاتې دي.
د افغانستان راتلونکې سيالۍ له پاکستان، اسټراليا، سريلانکا، نیدرلينډ او سويلي افريقا سره دي.