اسلام ماخاچیف په "یو ایف سي" سیالیو کې اسټرالیایي الکساندر ولکنوفسکي ته ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۲ تله ۳۰

اسلام ماخاچیف د "يو ایف سي" سیالیو د ۲۹۴ پړاو په مرکزي سیالۍ کې اسټرالیایي الکساندر ولکنوفسکي ته ماتې ورکړه.

هغه له دغه بري سره د نړۍ د سپک وزنونو د اتلولۍ کمربند له ځان سره خوندي وساته.

دغه لوبه په عربي متحده امارات (دوبی) کې د زرګونو سیلانیانو په ګډون تر سره شوه.

داغستاني اسلام ماخاچیف خپل استرالیایي سیال الکسانډر ولکانوفسکي په تخنیکي ناک اوټ (پر سر د لغتې وهلو)سره مات کړ او د سپک وزن د اتلولۍ کمربند یې له خپل ځان سره خوندي کړ.

ټاکل شوې وه چې چارلس اولیویرا له ماخاچیف سره په دې سیالي کې مخ شي، خو د چارلس د سترګې د ټپ له امله هغه و نه شو کولای او د هغه پر ځای الکساندر ولکانوفسکي سیالي وکړه.

دا په یوه وروستي کال کې د ولکانوفسکي او ماخاچیف تر منځ دویمه سیالي وه. 35 کلن اسټرالیایي سیال د ماخاچیف کمربندونو د ګټلو لپاره له زیات وزن څخه کم وزن ته حرکت وکړ، خو دواړه ځله ناکام شو.

په ډیر احتمال سره چې د ماخاچیف راتلونکی سیال به جسټین ګیجي وي.

ماخاچیف له دغه بري سره ٢٥ بري او له یوې ماتې سره ریکارډ ثبت کړ.

په پای کې یې خپل بری د نړۍ ټولو مسلمانانو ته ډالی کړ او له فلسطینیانو سره یې خپله ژوره خواخوږي وښودله.

نور خبرونه

رادیو