د کرېکټ نړیوال جام په ۲۰ سیالۍ کې سوېلي افریقا د انګلنډ ملي لوبډلې او د تېر جام مدافع په ۲۲۹ منډو لوی توپیر مات کړ.
سوېلي افریقا د هند د ممبي په وانکیډي لوبغالي کې د پچې ګټلو سره توپ وهل پیل کړل او د ۷ لوبغاړو سوځېدو سره یې په پنځوسو اورونو ۳۹۹ منډې جوړې کړې.
په مقابل کې د پخواني جام اتلې لوبډلې انګلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۲۲ اورونو کې ۱۷۰ منډې وکړې.
سوېلي افریقا او انګلنډ تر دې مخکې درې درې لوبې کړې دي. انګلنډ یوه او سوېلي افریقا دوه ګټلې دي.
نن سریلانکا هم د هالنډ ملي لوبډلې په ماتولو سره لومړنی بری ترلاسه کړ.
د هند په لکنو ښار کې هالنډ د پچې ګټلو سره لوبه پیل کړه او د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره یې وروستي اور کې سیالې لوبډلې ته ۲۶۳ منډې هدف وټاکه.
سریلانکا دا هدف د پنځو ویکټو لرلو سره په ۴۸.۲ اور کې پوره کړ او په روان نړیوال جام کې یې اول ځام بری وګاټه.
تر دې مخکې سریلانکا په کرېکټ نړیوال جام کې درې لوبې کړې او درې واړه یې بایللې وې.