جاوید بشارت چې ۲۸ کلن دی، تر اوسه یې په لوړه کچه څوارلس لوبې ترسره کړي او ټولې یې له یوه سره ګټلې دي.
بل لور ته ویکتور هنري چې ۳۶ کلن دی، تر اوسه یې ۲۹ لوبې کړي او په په پایله کې یې ۲۳ ګټلې او شپږ نورې یې بایللې دي.
د دغو دواړو سیالو اتلانو تر منځ لوبه نن د (تلې ۲۹ مه) د یو اېف سي سازمان لهخوا د ۶۱ کیلو ګرامه وزن سره د عربي اماراتو په ابوظبي کې ترسره کېږي.
جاوید بشارت د خپل ورور فرید بشارت، ترځنګ د سیر بهادر زاده او نصرت حقپرست، د افغانستان د څلورو لوبغاړو په ډله کې دی، چې د نړۍ د ازادو مبارزو د ستر سازمان په لوبو کې لوبېږي.