د کرېکټ نړیوال جام په ۱۹ سیالۍ کې د شنبې په ورځ سریلانکا د هالنډ ملي لوبډلې په ماتولو سره لومړنی بری ترلاسه کړ.
د هند په لکنو ښار کې هالنډ د پچې ګټلو سره لوبه پیل کړه او د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره یې وروستي اور کې سیالې لوبډلې ته ۲۶۳ منډې هدف وټاکه.
سریلانکا دا هدف د پنځو ویکټو لرلو سره په ۴۸.۲ اور کې پوره کړ او په روان نړیوال جام کې یې اول ځل بری وګاټه.
تر دې مخکې سریلانکا په کرېکټ نړیوال جام کې درې لوبې کړې او درې واړه یې بایللې وې.
هالنډ په دریو لوبو کې دوه ګټلې او یوه بایللې وه، خو له نننۍ ماتې سره یې دویمه لوبه هم له لاسه ووته.
نن په کرېکټ نړیوال جام کې انګلنډ او سوېلي افریقا هم سره ښکر په ښکر دي.
د کرېکټ نړیوال جام د اکټوبر پر پنځمه په هند کې پیل شوی او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.
په دې جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نيوزیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لري.