د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې د جمعې په ورځ د هند په بنګلور کې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۶۲ منډو په لوی توپیر ماتې ور کړه.
اسټرالیا د پنځوسو اورونو په لوبولو سره پاکستانۍ لوبډلې ته ۳۶۸ منډې هدف وټاکه، خو سیالې لوبډلې ایلا ۳۰۵ منډې جوړې کړې.
د کرېکټ نړیوال جام دا ۱۸ سیالي د بنګلور ښار په چنا سوامي لوبغالي کې د اسټرالیا په توپ وهلو پیل شوه.
اسټرالیا د نهو لوبغاړو په سوځېدو او د ټولو اورونو په لوبولو سره ۳۶۷ منډې وکړې.
د اسټرالیا لومړنیو دوو لوبغاړو ډیویډ وارنر ۱۶۳ او میچل مارش۱۲۱ منډې جوړې کړې.
په دې لوبه کې شاهین اپریدي پنځه او حارث سهیل ۳ اسټرالیايی لوبغاړي وسوځول.
د پاکستان لوبډلې هم ښه پیل وکړ او لومړنیو دوو لوبغاړو امام الحق او عبدالله شفیق ۱۳۴ منډې جوړې کړې او دواړو پنځوسیزې هم وکړې.
خو وروسته یې لوبغاړي ونه ځلېدل او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۴۵.۳ اور کې ۳۰۵ منډې جوړې کړې او لوبه ترې اسټرالیا وګټله.
اسټرالیا په دې جام کې څلور لوبې کړې، چې دوه یې ګټلې او دوه یې بایللې دي.
پاکستان هم څلور لوبې کړې چې دوه یې ګټلې او پکې یې نن له اسټرالیا او مخکې له هند ماتې خوړلې ده.
د کرېکټ نړیوال جام د اکټوبر پر پنځمه په هند کې پیل شو او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.
په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نيوزیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لري.