د افغانستان د تکواندو فدراسیون اعلان وکړ چې د پاراتکواندو ملي لوبډله نن له غرمې وروسته له دریو لوبغاړو او یوه روزونکي سره د چین هانګژو ته روانه شوه.
د افغانستان لوبډله به د منفي ۵۸، منفي ۶۳ او منفي ۸۰ کيلوګرامو وزن سره په هانګژو کې د ۲۰۲۳میلادي کال په پارا اسيايي سياليو کې ګډون وکړي. دا لوبې د اکټوبر د ۲۲مې او ۲۸مې نېټې ترمنځ کیږي.
په دې سفر کې بادام ګل سروري د روزونکي په توګه او جاوید صدیقي د افغانستان د پارالمپیک د استازي په توګه له لوبډلې سره ملګري دي.
د هانګژو پارا اسيايي لوبو د تکواندو سيالۍ به د اکتوبر له۲۳مې نېټې پيل شي.