د کرېکټ ۵۰ اوریز نړیوال جام د لوبو په دوام افغانستان نن د نیوزیلنډ سره سیالي کوي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۶

په نړیوال جام کې نن د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې څلورمه لوبه ده. دغه لوبه د کابل په وخت ماسپښین یوه بجه د چینای په چیمدمبرم لوبغالې کې پیلیږي.

د یو ورځینو لوبو په روان نړیوال جام کې د افغانستان ملي لوبډلې دوه لوبې بایللي او یوه لوبه یې ګټلې ده.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان حمشت الله شهیدي د یوه رسنیز کنفرانس پر مهال وویل،: لوبډله په بشپړ ډول چمتو ده چې د نیوزلینډ پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د نوموړي په خبره د تیرو دوو ورځو راهیسې یې د هند په چینای ایالت کې د نیوزیلنډ سره د لوبې لپاره بشپړ چمتوالی نیولی دی.

د کریکټ مبصرین واي‍ي، د چینای په چیدمبرم لوبغالی د ورو توپ اچونکو لپاره ښه ثابتیږي او د افغان لوبډلې د ورو توپ اچونکو مثلث ته په کتو سره به نن یوځل بیا افغان لوبډله د نیوزیلنډ پر وړاندې ښه ثابته شي.

ښاغلی شهیدي وايي: «موږ چې کوم معلومات لرو د چینای چیدامبرم لوبغالی د ورو توپ اچونکو لپاره ښه ثابتیدای شي. تمه لرو چې د چینای پیچ به زموږ د ورو توپ اچونکو لپاره ښه ثابت شي.»

افغانستان او نیوزیلنډ تر دې مهاله دوه پنځوس اوریزه لوبې تر سره کړي دي او دواړه لوبې نیوزلنډ لوبډلې ګټلې دي.

که څه هم د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام لوبې په ماتې خوړلو پیل کړې، خو د انګلستان ملي لوبډلې ته په تاریخې ماتې ورکولو سره افغان لوبډلې د خپلو ۱۴ پرله پسې لوبو د ماتې لړۍ پای ته ورسوله.

نور خبرونه

رادیو