د وزلوبو سیالۍ: په تخار ولایت کې د وزلوبو سیالۍ ترسره شوې

AP ۱۴۰۲ تله ۲۵

د تخار ولايت له مرکز او ولسواليو څخه د ۴۰ تنو لوبغاړو په ګډون د وزلوبو د خزاني سيالیو لومړی پړاو پیل شو.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک ملي کمیټې او سپورټ عمومي ریاست په اېکس پاڼه لیکلي چې، په تخار ولایت کې د وزلوبو دغه پړاو سيالۍ د یادې لوبې د بيا پيلېدو په موخه ترسره شوې.

د دغه ریاست په خبره، د لوبو په پای کې صحبت الله، سمیع الله او شمس الله وتوانېدل چې تر ټولو ډېر امتیازوته ترلاسه کړي.

دغه سیالۍ په داسې حال کې ترسره کېږي، چې پخوا به هر کال وزلوبې د مني او ژمي په موسمونو کې د هېواد په شمالي ولایتونو کې ترسره کېدلې او یو له هغو لوبو څخه ده چې په ډېریو شمالي ولایتونو کې کتونکي او مینه‌وال لري.

نور خبرونه

رادیو