د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د سعودي ماتولو سره د اسیا مرکزي زون سیالیو کې ۳ مقام وګاټه

AP ۱۴۰۲ تله ۲۳

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د اسیا مرکزي زون د والیبال چلینج کپ په وروستۍ ورځ له سعودي عربستانه په ٠-٣ سره لوبه وګټله.

دا لوبه د سریلانکا د کولمبو ښار په سوګاتاداسا لوبغالي کې ترسره شوه او افغانستان پکې په ۱۴-۲۵، ۱۶-۲۵ او ۱۸-۲۵ نمرو ګټلو سره دریم مقام خپل کړ.

افغانستان په دې ټورنمنټ کې شپږ لوبې کړي چې درې یې بایللې او درې یې ګټلې دي.

د افغانستان ملي لوبډلې په خپل ګروپ کې له ازبکستان، بنګله دېش او سعودي عربستان ماتې وخوړه.

افغان لوبډله یو ځل بیا د درجه بندۍ په سیالیو کې له سعودي عربستان سره مخامخ شوه، خو دا ځل یې دغې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په پای لوبه کې د ازبکستان او سریلانکا لوبډلې له یو بل سره مخامخ شوې دي.

دا د اسیا مرکزي زون د والیبال زون دوهم پړاو دی.

نور خبرونه

رادیو