د افغانستان او انګلینډ د نننۍ لوبې غوره لوبغاړي او توپ اچوونکي د غوره لوبغاړي جایزه د افغانستان په هرات کې زلزله ځپلو ته ډالۍ کړه.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د روان نړۍوال جام په سیالیو کې خپل سیال انګلینډ ته په ماتې ورکولو سره خپله درېیمه لوبه وګټله.
دا د پنځوس اوریز نړۍوال جام په تاریخ کې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې دویمه بریا ده.
په هند کې د پنځوس اوریزو سیالیو په نړۍوال جام کې افغان لوبډلې د انګلستان کرېکټ لوبډلې ته د ۶۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
مجیب الرحمان د درېیو لوبغاړو په اوټ کولو سره په خپلو لسو اورونو کې ۵۱ منډې ورکړې او د توپ وهنې په پاڼۍ کې یې ۲۲ منډې هم کړې وې.
نوموړي د غوره لوبغاړي د جایزې د اخیستو پر مهال وویل، چې نن د ټول افغان ولس لپاره د ویاړ ډکه شېبه ده، چې په نړۍوال جام کې یې د یوې غښتلې لوبډلې پر وړاندې خپله سیالي وګټله.
مجیب وویل، چې دا جایزه د هرات زلزله ځپلو ته ډالۍ کوي.
د یادونې وړ ده، چې د تېرې اونۍ له شنبې ورځې راپه دېخوا په هرات کې څو ځله زلزله شوې، چې تر دا دمه د مړو او ټپیانو دقیقه شمېره نه ده معلومه.
خو د طالبانو له خوا تر دا مهاله نېږدې د ۴۰۰۰ کسانو د مړه کېدو خبره تایید شوې ده.