د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې د پاکستان لوبډلې په ۴۲.۵ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې هندۍ لوبډلې ته ۱۹۲ منډې هدف وټاکه.
دا سیالي چې د هند په حیدر اباد کې روانه ده، د پاکستان اته لوبغاړي په ۳۶ منډو سره له میدان واېستل شول.
په نننۍ سیالۍ کې د پاکستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې کپتان بابر اغظم ۵۰ او محمد رضوان ۴۹ جوړې کړې.