د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نړیوال جام کې هندۍ لوبډلې ته ۲۷۳ منډې هدف وټاکه

AP ۱۴۰۲ تله ۱۹

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د چارشنبې په ورځ د نړیوال جام په خپله دویمه لوبه کې هندۍ لوبډلې ته ۲۷۳ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان او هند دا سیالی د کوربه هېواد پلازمېنې نوي ډېلي په ارون جټلي لوبغالي کې د افغان لوبغاړو په توپوهنه پیل شوه.

افغان لوبغاړو د ټولو ۵۰ اورونو په لوبولو او د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۳ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، په دې سیالۍ کې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۸۰، عظمت الله عمرزي ۶۲، ابراهیم ځدراڼ ۲۲، رحمن الله ګربز ۲۱ او محمد نبي ۱۹ منډې جوړې کړې.

دا په اوسني نړیوال جام کې د افغانستان دویمه لوبه ده.

افغان لوبډلې تر دې مخکې او تېره شنبه له بنګله دېش سره لوبه کې ماته خوړلې وه.

د کرېکټ نړیوالې شورا نړیوال جام د اکتوبر پر پنځمه په هند کې پیل شو او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نوی زیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لری.

نور خبرونه

رادیو