د کرېکټ نړیوال جام کې سوېلي افریقا په ۱۰۲ منډو سریلانکا ماته کړه

AP ۱۴۰۲ تله ۱۶

د سوېلي افریقا کرېکټ ملي لوبډلې د یکشنبې په ورځ په هند کې د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې سریلانکا ته په ۱۰۲ منډو ماته ور کړه.

سوېلي افریقا اول توپ وهل پیل کړل او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۴۲۹ منډې هدف وټاکه.

په ځواب کې سریلانکا په ۴۴.۵ اور کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره ۳۲۶ منډې جوړې کړې.

نن د هند او اسټرالیا ترمنځ هم په چینای کې سیالي کېږي.

د کرېکټ نړیوال جام بله لوبه اوس د هند او اسټرالیا ترمنځ په چینای کې روانه ده.

د کرېکټ نړیوالې شورا نړیوال جام تېره پنجشنبه په هند کې پیل شو او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نوی زیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لری.

نور خبرونه

رادیو