د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د شنبې په ورځ په هند کې د کرېکټ نړیوال جام خپله لومړنۍ لوبه کې له بنګله دېش ماتې وخوړه.
افغان لوبډلې په اته دېرشم اور کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره د ۱۵۷ منډو هدف ټاکلی و، خو سیالې لوبډلې دا هدف د ۳۴.۴ اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
افغان لوبډله راتلونکې چارشنبه خپله دویمه لوبه له هند سره لري.
د کرېکټ نړیوالې شورا نړیوال جام درې ورځې مخکې د هند په حیدر اباد کې پیل شوی او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.
دې جام کې پرون د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې خپله لومړنۍ سیالۍ کې هالنډ ته په ۸۱ منډو ماتې ور کړه.
د کرېکټ نړیوالې شورا نړیوال جام درې ورځې مخکې په هند کې پیل شو او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.
په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نوی زیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لری.