د افغانستان د غېږ نېونې لوبغاړي مشعل صادقي د ۶۵ کیلو ګرامه وزن سره نن د چین« بایوون وي» پر وړاندې د لوبو ډګر ته ننوت.
دغه لوبه د یو اتم په وروستي پړاو کې ترسره شوه او صادقي په ازاده غېږ نېونه کې ۰-۱۱ ماتې وخوړه او له سیالیو بهر شو.
د افغانستان د ازادې غېږ نیونې لوبغاړي به سبا هم د خپلو سیالانو پر وړاندې ولوبېږي.
لومړی به سردار ولي نادري د ۹۷ کیلو ګرامه وزن سره د قرغزستان له کانیبېک عبدالخیروف سره ولوبېږي او له هغه وروسته به فرهاد ملکزاده د ۸۶ کیلو ګرامه وزن سره د جاپان له شوتا شېرای پر وړاندې ولوبېږي.