د کرېکټ نړیوالې شورا د نارینه وو د ۲۰۲۳ میلادي کال نړیوال جام نن د هند په احمد اباد ښار کې د انګلنډ او نوي زیلنډ د لوبډلو ترمنځ پیل شو.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د اکتوبر پر ۷ له بنګله دېش سره لوبه لري او پاکستان هم سبا له هالنډ سره لوبېږي.
دا د کرېکټ نړیوالې شورا د پنځوس اوره یا یو ورځنیو لوبو ۱۳ نړیوال جام دی، چې هر څلور کاله وروسته کېږي.
دا جام به د نومبر تر ۱۹ روان وي او ټولې پکې ۴۵ سیالۍ کېږي.
انګلنډ پر ۲۰۱۹ کال نوي زیلنډ ته په ماتې ور کولو سره دا جام ګټلی و.
په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، نیدرلنډ، نوی زیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لری.
.