د هانګژو اسیایي سیالۍ: د وزن پورته کولو افغان لوبغاړی د خپلو سیالانو پروړاندې ولوبېده

AP ۱۴۰۲ تله ۱۱

افغان وزن پورته کوونکي زبیر نظري د ۸۱ کیلو ګرامه ډله کې په دویمه پاڼۍ کې سیالي وکړه؛ خو په دې و نه توانیده، چې بل پړاو ته لاره بیامومي هغه په لومړي حرکت کې ۱۰۳ او په دویم هغه کې یې ۱۱۰ کیلو ګرامه وزن له خپل سره پورته کړ؛ خو و نه توانید چې دغه ۱۱۰ کیلو ګرامه وزن کابو کړي.

نظري په لومړي پړاو کې د یو ضرب په حرکت کې له ۱۰۳ کیلو ګرامه وزن څخه لوبه پیل کړه او له هغه وروسته یې غوښتل، چې ۱۰۷ کیلو ګرامه پورته کړي، هغه یې هم پورته کړ؛ خو وروسته بیا و نه توانید چې د ۱۱۰ کیلو ګرامه وزن هم کابو کړي، چې په دې توګه د نهو تنو لوبغاړو په منځ کې یې اووم ځای خپل کړ.


د دویم ګروپ د ۸۱ کیلو ګرامه وزن کې د پاکستان، قزاقستان او سریلانکا لوبغاړي وتوانیدل، چې بل پړاو ته لاره بیامومي.

نور خبرونه

رادیو