د افغانستان د بایسکل ځغلونې ملي لوبغاړې یلدوز هاشمي د هانګژو اسیایي سیالیو د ټایم ټرېل په انفرادي لوبو کې د خپلو سیالانو پر وړاندې ولوبېده.
هغې د ۱۸.۳ کیلومټره واټن په ۲۷ دقیقو او ۱۴ ثانیو کې وواهه او د څوارلس بایسکل ځغلوونکو په منځ کې لسمه شوه.
یولدوز هاشمي چې نن د ټایم ټرېل په انفرادي لوبو کې ګډون کړی و، له سیالیو څو ورځې وړاندې ټپي شوې وه او په ډېرو ستونزو یې ځان دغو سیالیو ته چمتو کړ.
دغه افغانه لوبغاړې نن د چینتایپه، ټایلند، منگولیا او کویټ هېوادونو له لوبغاړو مخکې شوه. هغه به سبا د فریبا هاشمي سره د ۱۴۰ کیلو مټره واټن په سیالۍ کې ګډون وکړي.
په ننۍ لوبه کۍ د ازبکستان، جاپان او قزاقستان لوبغاړې په لومړي، دویم او درېیم مقام کې دي.