د اسیا اتلانو لیګ؛ د فوټبال یو بل مشهور ستوری ایران ته ورسید

AP ۱۴۰۲ تله ۱۰

برازلي نیمار چې د فوټبال د نړۍ مشهور ستوری دی، د سعودي عربستان له الهلال لوبډلې سره ایران ته ورسېد.

هغه په ايران د خپلو مینه والو له تود هر کلي سره مخ شو.

د دغه لوبغاړي مينه وال په هوايي ډګر او هغه هوټل کې چې د الهلال لوبډله پکې مېشته ده راټول شوي وو او د فوټبال يو شمېر مينه وال وتوانېدل چې نيمار له نږدې وګوري. الهلال په تهران کې د مازندران ټیم سره د آسیا د اتلانو لیګ کې لوبه کوي.

د الهلال لوبډله تېره شپه نهه نیمې بجې تهران ته ورسیده او د فوټبال د مینه والو له لوري د دغه ټیم هرکلی د النصر ټیم او کریسټیانو رونالډو د هرکلي په شان نه و.

که څه هم الهلال لوبډله د شپې تهران ته ورسېده، خو د نیمار مینه وال په هوايي ډګر کې راټول شوي وو او نیمار د دوی څرګندونو ته ځواب ورکړ.

ایران ته اد النصر لوبډلې او کریسټیانو رونالډو د راتګ په څېر لارې او واټونه بند نه شول او نیمار له کومې ستونزۍ پرته خپل استوګنځي ته ورسید.

الهلال لوبډله به د سې شنبې په ورځ د تهران په آزادي لوبغالي کې د اسیا د اتلانو لیګ په ګروپي پړاو کې په خپله دویمه لوبه کې د ایران د مازندران لوبډلې سره لوبه وکړي.

نور خبرونه

رادیو