د هانګژو اسیایي سیالۍ؛ افغان کورش‌کار نړۍوال اتل ته ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۲ تله ۸

د افغانستان د کورش ملي لوبډلې لوبغاړی منصور سروري د ۹۰ کیلو ګرامه مثبت وزن لرونکي نن سهار د یو پر اتم پړاو لوبه کې د منګولیا «اولزیبایار» ته چې د نړۍوالې اتلولۍ مخنینه لري ٠-١٠ ماتې ورکړه.

هغه د یو پر څلورم پړاو کې د ټایلنډ لوبغاړي کاناتېپ څخه د ٠-٣ سره ماتې وخوړه او ونه توانېد، چې نیمه پایلوبې ته لار ومومي او مډال تر لاسه کړي.

سروري د لوبې په لومړۍ دقیقه کې پر منګولیایي سیال برلاسی شو هغه سیال چې نړۍوال اتل او د المپيک د نړۍوالو سیالیو د اتل تر مرستیالۍ هم رسیدلی و؛ خو دغه لوبغاړی په دویم پړاو کې ونه توانېد، چې د خپلې لومړۍ لوبې په څېر وځلیږي.

هغه که د ټایلنډي کورش کار پر وړاندې بریالی شوی وای، نو د برونزو مډال به یې ترلاسه کړی وای.

نور خبرونه

رادیو