د افغانستان د ووشو ملي لوبغاړی نصرت الله حبیبي د ۷۵ کیلو ګرام وزن سره د اسیایي لوبو د سیالیو په نیمه پای لوبه کې د ایران څخه له «یوسف صبري» سره مخامخ شو او ماتې یې وخوړه.
په پایله کې حبیبي هم له دغو سیالیو څخه د برونزو مډال وګاټه.
نصرت الله حبیبي چې د افغانستان یو له تکړه ورزشکارانو څخه دی، د دغو سیالیو په کوارټر فاینل پړاو کې د تایلنډ «سایوفانایو» ته دوه پر صفر ماتې ورکړه.