له نړۍوالو سیالیو د افغانستان د ووشو یوازینی مډال ګټونکی محمد خالد هوتک د هانګژو د ووشو د ۷۰ کیلو ګرامه وزن په سیالۍ کې د هندوستان «سورج یاداو» مات کړ او نیمه پای لوبې ته د رسېدو ترڅنک یې په اسیایي سیالیو کې افغانستان ته درېیم مډال خپل کړ.
دغه لوبه د پای په یو څلورم پړاو کې ترسره شوه.
هندي ووشو لوبغاړي په یو اتم کې استراحت کړی و؛ خو په هانګژو کې افغان لوبغاړي محمدخالد هوتک له قزاقستانه «نور سلطان ازمورزایف» ته ماتې ورکړه.
لومړۍ پاڼۍ کې دغه لوبه هوتک وګټله او د دویمې پاڼۍ په پیل کې د پښې په ضربه وتوانېد، خپل هندي سیال ناک اوټ کړي.
هوتک د ووشو په ۲۰۱۳ نړۍوالو سیالیو کې او د جاکارتا د اسیایي المپیک په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان ته مډالونه ګټلي دي.