د چین د اسیايي سیالیو په روان دور کې د افغانستان د ووشو تجربه لرونکي لوبغاړي نصرت الله حبیبي د اسیایي لوبو د ۷۵ کیلو په وزن کې د برونزو مډال وګاټه.
په کوارټر فاینل پړاو کې یې د تایلنډ "سایوفانایو" ته ۲-۰ ماتې ورکړه او د ټورنمنټ نیمه پای لوبې ته ورسېد.
نن په یوه بله لوبه کې د افغانستان له لوري مجید رسولي د ۶۵ کیلو ګرامه په وزن د ووشو د سیالیو په ۱۸ پړاو کې د سویلي کوریا د «جین سیون جیون» لوبډلې ته د ۲-۰ په توپیر ماتې ورکړه.