د افغانستان او چین د رګبي لوبغاړي نن د یکشنبې په ورځ له یو بل سره مخامخ شول او دا لوبه له درنې پایلې سره ۵۰ په صفر د چین په ګټه پای ته ورسیده.
ويل کيږي افغانستان تر دې وروسته له نورو هيوادونو سره هم په بیلابېلو لوبو کې سیالۍ کوي.
د رګبي فدراسیون چارواکو رسنیو ته ویلي، ملي لوبډله به په چین کې د اسیايي لوبو په چوکاټ کې په خپله دویمه لوبه کې له متحده عربي اماراتو سره مخامخ شي.
په چین کې د اسیایي لوبو د نولسمي دورې سیالۍ د شنبې په ورځ د (تلې په ۱) نېټه په شانداره مراسیمو سره پرانیستل شوې.
د چين د هانګژو ښار په يوه لوبغالي کې د دغې سيالۍ د پرانيستلو په مراسمو کې څه دپاسه اتيا زره تنو ګډون کړی و.
په دغو سیالیو کې به د ۴۵ اسیایي هېوادونو لوبغاړي د روانې میاشتې تر ۱۶ مې نیټې پورې له یو بل سره سیالۍ وکړي.