د افغانستان رګبي ملي لوبډلې د یکشنبې په ورځ د هانګژو اتلولیو په خپله دریمه سیالۍ کې د صفر په مقابل کې د ۴۱ امتیازونو لرلو سره نېپال ته ماتې ور کړه.
افغانستان د لومړي په لومړۍ نیمايي په ۰-۱۹ وګټله او دویمه نیمايي کې یې پرېکند بری وګاټه.
لوبڅار په دې سیالۍ کې د نېپال د رګبي ملي لوبډلې دوو لوبغاړو ته زېړ کارت ور کړ.
د افغانستان رګبي لوبډلې نن درې سیالۍ درلودې، خو په لومړیو دوو کې یې له چین او متحده عربي اماراتو ماتې وخوړه.
افغانستان د دریمې لوبې په ګټلو او د نېپال په ماتولو سره راتلونکو ورځو کې له نهم تر ۱۳ مقام خپلولو لپاره نورې سیالۍ لري.
د پلان له مخې افغان رګبي لوبډله سبا له خپلواکو ورزشکارانو سره لوبه لري.