د افغانستان ورزشي کاروان په پنځلسو ورزشي رشتو کې د ۱۲۸ کسانو په ګډون لومړنۍ لوبډله وه چې د هانګژو اسیايي لوبو د پرانیستې مراسمو په پرېډ یا رژه کې څرګند شو.
دې سیالیو ته د افغانستان له خوا په تللي کاروان کې ۸۲ لوبغاړي او ۴۶ نور هم روزونکي او ور سره پلاوی دی.
د رژې مراسمو کې کیمیا یوسفي او محمد خالد هوتک د افغانستان ملي بیرغ نیولی و.
په دغو لوبو کې د افغانستان ۱۷ ښځینه لوبغاړو هم ګډون کړی دی.
که څه هم له افغانستان کومه لوبغاړې دې لوبو ته نه ده پرېښودل شوې، خو ګډونوالې افغان لوبغاړې له بهر دغو لوبو ته تللې دي.