د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د هانګژو اسیایي سیالیو په لړ کې خپلې درېیمې او وروستۍ لوبه کې د اندونیزیا پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شوه او د ۰_۳ یې ماتې وخوړه.
افغانستان په لومړي سېټ کې ١٨-٢٥، په دویم سېټ کې ٢١-٢٥ او په درېیم سېټ کې د ١٧-٢٥ په توپیر ماتې وخوړه او د سیالیو د نورو پړاوونو او د مډال له ترلاسه کولو شاته پاتې شو.
د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د اېف ګروپ جاپان، فلیپین او اندونیزیا لوبډلو سره هم ډله وه او خپلې درې واړه لوبې یې د ۰_۳ په توپیر ماتې وخوړلې.