د احمدشاه ابدالي څلور ورځنۍ ټیسټ کرکټ سیالیو پای لوبه نن په درېیمه ورځ د میوند اتلانو په بریا سره پای ته ورسېده.
میوند اتلانو په ډېرې اسانې سره وشو کولې په نهم اور کې د درېیو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره ټاکل شوی هدف پوره او د اتلولۍ جام خپل کړي.
دا لوبه دوه ورځې وړاندې د هندوکش سټرایکرز او میوند چمپینز ترمنځ پیل شوه.
د هندوکش لوبغاړو په دوو اورونو کې ۳۳۴ او ۸۷ منډې جوړې کړې وې. د میوند کرکټ لوبډلې لوبغاړو د درېیمې ورځې له پای ته رسېدو مخکې دواړه هدفونه پوره او اتلولي یې خپله کړه.
په دې سیالیو کې د ماهیپر سټارز او پامیر لیجنډز لوبډلې درېیم او څلورم مقام خپل کړ.
د هېواد د زونونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ د لومړۍ درجې څلور ورځنۍ ټیسټ سیالیو شپږم پړاو په ننګرهار او خوست ولایتونو کې جوړه شوی و.