هانګژو اسيايي لوبې؛د افغانستان والیبال ملي لوبډلې په لومړۍ لوبې کې له جاپان څخه ماتې وخوړه

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۸

د چین په هانګژو اسیایي لوبو کې د افغانستان د نارینه والیبال لوبدلې لوبې نن پیل او په ګروپي پړاو کې یې خپله لومړنې لوبه له جاپان سره وکړه.

په دې لوبه کې جاپان د ۰-۳ سره بریا خپله کړه. لومړۍ سټ ۲۴-۲۶، دویم سټ ۲۲-۲۵، او درېیم سټ ۲۵-۸ د جاپانیانو په ګته وه.

د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د دې سیالیو په (اف) ګروپ کې له جاپان، انډونیزیا او فیلیپین لوبډلو سره لوبېدلې ده.

دا لوبډله به سبا چهارشنبه په ځايي وخت د ماسپښین ۲:۳۰دقیقې (د کابل پر وخت ۱۱ بجې) له فیلیپین سره لوبیږي.

په ګروپي پړاو کې د افغانستان درېیمه لوبه د انډونیزیا له لوبډلې سره ده، چې د پنجشنبې په ورځ پر ځايي وخت ۲:۳۰دقیقې (د کابل پر وخت ۱۱ بجې) ترسره کېږي.

د افغانستان د والیبال د ملي ټیم ټولې درې مقدماتي سیالۍ به د «ډیکینګ هانګژو د سپورتي مرکز په تالار کې ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو