د سریلانکا لوبډله د اسیا کپ د تېر کال اتله لوبډله ده، او د یوولسم ځل لپاره د اسیا کپ په پایلوبه کې لوبیږي.
د اسیا کپ پایلوبه نن د (وږي۲۶ مه ) د سریلانکا په کولمبو ښار کې د افغانستان په وخت د ماسپښين په یوه بجه تر سره کیږي.
د ۲۰۲۲ کال اسیا کپ سیالیو اتله لوبډله سریلانکا وه، او د دغه کپ وروستۍ لوبه هم د یاد هیواد په کولمبو ښار کې تر سره کیږي.
خو د هند لوبډله تیر پنځه کاله په پرلپسي ډول د اسیا کپ د اتلولۍ ګټلو په هڅه کې ناکامه پاتې شوې.
کرکټ پوهان وايي د کرکټ لیدونکې په بې صبرۍ د یادې پایلوبې تر سره کیدو ته په تمه دي، او د ډیرو هیله مندي دا ده چې دا ځل اسیا کپ دې د هند لوبډله وګټي.
د کرکټ پوهان وايي، د سریلانکا او هند تر منځ پایلوبه به ډير په زړه پورې وي، ځکه چې په دې پایلوبه کې به د ویراټ کهولي، شومنګیل، هارډیک پانډیا، اسالانکا،پهتیرانا، کوشال پریرا،ډوسان شاناکا په څېر د کرکټ د نړۍ غوره لوبغاړي د اتلولۍ ګټلو په موخه کلکه مقابله وکړي.
په اسیا کپ سیالیو کې هند، پاکستان، افغانستان، سریلانکا، بنګله دېش او نیپال هیوادونو د کرکت ملي لوبډلې په دوه جلا جلا ګروپونو کې د یوبل پر وړاندې ولوبېدې.
د ۲۰۲۳ کال اسیا کپ سیالۍ د پاکستان او سریلانکا په کوربه توب تر سره شوې او لا هم روانې دي.